IQNA

د اسرائيلو جنایتونه پر نړیوالو قواعدو او قوانینو د بې ننګۍ یو داغ دی

6:36 - August 14, 2024
د خبر لمبر: 3489692
ایکنا -  د پاکستان د پوځ  عمومی قوماندان  په غزې تړانګې کې د اسرائیلی رژيم د جنایتونو ددوام په محکومولو سره   او د فلسطین د ملت له آرمانونو څخه د پاکستان دپياوړي ملاتړ باندې په ټينګار سره  ووئیل،  د اسرائیلو په وسیله د فلسطینیانو  نسل وژنه او دبشری حقوقو چخڼي کول د قانون مدارو ټولنو او نړیوالو اخلاقیاتو باندې دبې ننګۍ دا غ دی.

ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړ،د پاکستان د پوځ عمومی قوماندان جنرال عاصم منیر د پاکستان د خپلواکۍ د  اوه ا ویایمې کلیزې په مناسبت  په ملیټري اکاډمۍ کې  پخپلې وینا کې  ووئيلو مونږ د فلسطین ملاتړي او  ددغه هیواد له خلکو سره د  انسان دوستۍ  د مرستو لیږد لپاره  هرډول هڅه کوو.

جنرال عاصم منیر زیاته کړې ده ،بې شکه  په غزې کې د اسرائیلو وحشي ډوله جنایتونه  د بشری حقوقو ښکاره خلاف ورزي  او د فلسطنییانو نسل وژنه ده  او ددغو جنایتونو  دوام  په نړۍ کې پر اجتماعي اخلاقیاتو  او په قانون مدارو ټولنو تندي باندې دبې ننګۍ داغ شمیرل کیږي.

د پاکستان دپوځ قوماندان ټينګار وکړ، مونږ د خپل هیواد د خپلواکۍ په کلیزې کې  له دوستو او همتړونو هیوادونو سره داړیکو پیاوړتیا ته د ژمنتیا اعلان  کوو او له دې سره په یووخت  غلیمو هیوادونو اودښمنانو ته هم روښانه پیغام ورکوو په دې باب چې  پاکستان هیڅکله  هم  او په هیڅ قیمت  سره ، دخپلې مځکنۍ بشپړتیا او ملی امنیت په باب  چاسره  مصالحه  نه کوي.

هغه په دوام کې   افغانستان  د پاکستان یو اسلامی او ګاونډی هیواد  وباله او وې وئيل،  اسلام اباد په صادقانه توګه  له افغانستان سره  د ورورولۍ او ژورو  اړیکو غوښتونکی دی  او  کابل ته د مونږ پیغام دا دی چې  دپاکستان د  خیر خواه  ورورر او ګاونډي هیواد ځای دې له   ترهه ګرو عناصرو يعني تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره   بدل نه کړي. د پاکستان جنګ به د ترهه ګرۍ له بلا سره  په ټول قوت سره دوام ومومي او ددغه هیواد پوځ به  له هیڅ ډول قربانۍ او سرښیندنې هم ډډه ونه کړي.

 https://www.irna.ir/news/85567484

captcha